د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا سهار نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا سره پيلوي.
د افغانستان او یوګاندا لوبه د جون په ۴مه د کابل پر وخت د سهار په پنځو بجو د ګایانا په پرووډنس کې پیلېږي.
افغانستان او یوګاندا تر دې مخ شل اووریزې لوبې سره نه دي کړي مګر په یو ورځنیو لوبو کې یې یو وار په ۲۰۰۹م کې چې کله د "آیسيسي" د ډیویژونو لوبې وې په ارجنټاین کې افغانستان مات کړی و.
د افغانستان لوبډلمشر راشدخان او ورسره محمدنبي او تر څنګ یې د ځوانو لوبغاړو له ډلې رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمتالله عمرزی او نوینالحق هغه لوبغاړي دي چې د یوګاندا پر وړاندې لوبه کې ډېر حساب ورباندې کېږي.
په مقابل کې بیا د یوګاندا ځینې لوبغاړي لکه په باولېنګ یا توپ اچونه کې هنري سیوندو او الپش رامجاني او په بېټېنګ یا توپوهنه کې راجر موساکا،سیمون سیسازي د یادولو دي.