ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف د واکسین ورکولو تازه کمپاین سبا دوشنبه پیل شي.
"له پولیسو د خلاص افغانستان" بنسټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په ټولو ولایتونو کې پیل شي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان ځینو محلي رسنیو په روان ۲۰۲۴م کال کې په غزني کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی.
تېر میلادي کال په افغانستان کې د شپږو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.
پولیو یا د ماشومان ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د مخنیوي یوازنۍ لار یې ماشومانو ته واکسین ورکول دي.