د ایران پخواني ولسمشر "محمود احمدي نژاد" د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

محمود احمدي نژاد تر نوملیکنې وروسته په یوه وینا کې چې پر دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي چې تر ټولو مهمه انګېزه یې د اقتصادي ستونزو حل او د کار لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول وو.

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنو لپاره ځان د کاندید په توګه ثبت کړ.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې کاندیداتورۍ خبر ورکړی دی.

احمدي نژاد ته نږدې ویبسایټ "دولت بهار" اعلان کړی چې احمدي نژاد په تهران کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې تر ګډون وروسته دا اعلان کړ.

هغه تر نوملیکنې وروسته په یوه وینا کې چې پر دولتي تلوېزیون خپره شوه ویلي چې تر ټولو مهمه انګېزه یې د اقتصادي ستونزو حل او د کار لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول وو.

محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د شورای نګهبان له‌خوا رد شوی و.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې د جون میاشتې پر ۲۸مه کېږي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د دوی د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.