متقي د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل حکومت د معناداره ګډون غوښتنه کړې

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل حکومت د معناداره ګډون غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو وزارت په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلا­سن سره د متقي د کتنې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي پرون په دې کتنه کې متقي ویلي، د دوی حکومت د دوحې درېیمې غونډې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.

هغه ویلي، دوی په دې غونډه کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.

په خپله نیکلاسن د پرونۍ کتنې په باب څرګندونې نه دي کړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې پر دېرشمه جوړه شي او دوې ورځې به دوام وکړي، طالبانو لا رسماً نه دي ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون کوي که نه.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې جوړه شوې وه چې طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په هغې کې له ګډون کولو ډډه وکړه.