په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اسراییل پر صدراعظم فشارونه زیات شوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

وروسته له هغې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره جمعه په غزه کې د جګړې د پای‌ ته رسېدو لپاره د یوې موافقې طرحه اعلان کړه، د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو فشارونه زیات شوي دي.

د اسراییل ګڼ وګړي له نتنیاهو غواړي چې دغه موافقه ومني، خو د هغه توندلارو ښي اړخو متحدانو خبرداری ورکړی، که صدراعظم دغه موافقه ومني، دوی به د ده حکومت ړنګ کړي.

نتنیاهو ویلي تر هغو چې په غزه کې د جګړې د ختمېدو لپاره د دوی شرایط ونه منل شي، په غزه کې دایمي اوربند به "پیل نه شي."

له دې داسې ښکاري چې د ولسمشر بایډن له‌خوا پېشنهاد شوې موافقه چې هغه یوه اسراییلي موافقه بللې، کمزورې شوې ده.

پرون ناوخته هم په اسراییل کې د یوه پراخ لاریون پر مهال چې د حماس ډلې له‌خوا د یرغمل شویو د کورنیو غړو رهبري کوله، لاریونوالو له خپل حکومت په دې برخه کې د عملي اقدام غوښتنه وکړه.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر منځګړو پر اسراییل او حماس فشار راوستلی او وايي دغې پیشنهاد شوې موافقې د دایمي اوربند او د بحران د ختمېدو لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړې ده.

د دوی په وینا دا موافقه د حماس له بنده د یرغمل شویو او د غزې د اوسېدونکو فوري خلاصون ته زمینه برابروي.