د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن یکشنبه ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره یې د خپل هېواد د دفاعي اړتیاوو په باب خبرې وکړې.
دواړو لوریو په سینګاپور کې د شانګريلا ډیالوګ د امنیتي غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.
زیلینسکي په ټلګرام کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې د کییف پر دفاعي اړتیاوو، د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو پر پیاوړتیا، دغه راز د کییف او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر چمتووالي بحث وکړ.
د اوکراین ولسمشر له اوږدې مودې له خپلو لوېدیځو شریکانو د خپل هېواد لپاره د نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې چې د روسیې د غیرموجه یرغل پر وړاندې په دفاع کې ورته اړتیا ده.