په غور ولایت کې د طالبانو چارواکو د جام تاریخي څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو د کار د پیل خبر ورکړ.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون ویلي چې د دوی یوه هئیت د دغه څلي، چې په وروستیو کې یې سېلابونو شاوخوا نیولې وه، وضعیت ارزولی دی.
په وروستیو اوونیو کې تر سختو اورښتونو له کبله بهېدلو سېلانو د غور ولایت تر څنګ د افغانستان په لوېدیځ، شمال او شمال ختیځ کې ګڼ ولایتونه وځپل.
د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د جام څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو کار به دقیقاً کله بشپړېږي.
دغه ۶۵ متره دنګ څلی چې څه باندې ۸۰۰ کلن دی، د اسلامي هېوادونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو بنسټ ایسیسکو (ISESCO) په فهرست کې شامل دی.