ایراني پولیسو پر یوې غونډې چاپه اچولې؛ ۳۵ کسان یې نیولي

ایراني پولیس د عملیاتو پر مهال

په ایران کې ځینو رسنیو پرون خبر ورکړی چې د دغه هېواد چارواکو د دوی په اصطلاح د "شیطاني شبکې پر غونډې" د چاپې په نتیجه کې ۳۵ کسان نیولي دي.

دغه کسان چې ۳۱ یې نارینه او څلور ښځې توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه کسان په جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان کې وروسته له هغې ونیول شول چې لومړی یې پولیسو د راغونډېدو موقعیت تثبیت کړ.

د ایران ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ چې د دغو مشکوکو کسانو د غونډېدو په ځای کې د شیطان د عبادت نښې او سمبولونه، الکول او نور نشه‌يي مواد نیول شوي دي.

د ایران په دودیزه ټولنه کې هغه غونډې چې د چارواکو په وینا د شیطان د عبادت په نیت کېږي، کومه نوې خبره نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، اکثره دغه ډول راټولېدنې د مېلمستیاوو او کنسرټونو په نیت وي او الکول هم په کې کارول کېږي چې په ایران کې سخت بندیز ورباندې دی.

په مې میاشت کې هم په ایران کې د درېیو اروپايي وګړو په ګډون په پلازمېنه تهران کې په ورته تور څه باندې ۲۵۰ کسان نیول شوي وو.