د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د راروانو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.
د دغه بورډ په وینا، د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات کړي، نړیوال جام ته تر روانېدو مخکې ځینو لوبغاړو د هند په غوره لیګ او ځینو نورو په کابل کې د قوشتېپې ملي شل اووره جام کې لوبې وکړې او تجربې ترلاسه کړې.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته هم له رسېدو سره سم خپل تمرینات وکړل.
سادات وايي: "افغان لوبډلې خپل بشپړ چمتووالی نیولی او انشاالله راتلونکي نړیوال جام کې به د افغانستان په ګټه ښې سیالۍ وکړي."
د سږ کال د شلو اوورونو په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ رسمي مسابقه راروانه سې شنبه د یوګانډا په وړاندې وي.