په جرمني کې د یو پولیس تر ټپي کېدو وروسته د یوه اپارتمان تالاشي اخیستل شوې

د جرمني پولیس د پلټلو پر مهال

د جرمني په منهایم ښار کې د چړې په وسیله له یوې حملې وروسته، چې یو پولیس په‌کې سخت ټپي شو، په هیسن ایالت کې د یوه اپارتمان تالاشي واخیستل شوه.

د جرمني د پولیسو یوه ویندوی نن شنبې وویل چې اپارتمان یې د تېرې شپې د حملې په تړاو تلاشي کړی دی.

حمله په اروپا کې د اسلام د یوې مخالفې ډلې د غونډې په لړ کې وشوه.

تراوسه پورې د برید انګېزه څرګنده نه ده.

ویل کېږي چې حمله کوونکی د پولیسو په ډزو ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

ځینو رسنیو ویلي چې حمله کوونکی ۲۵ کلن او د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکی دی.