پاکستان د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې د واکسین یو اوونیز کمپاین پیلوي

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي پروګرام مسوولان وايي، د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې د واکسین یو اوونیز کمپاین پیلوي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په‌کې ختم شوي نه دي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام نن وویل چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ۶۶ ولسوالیو کې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د دوشنبې له ورځې واکسیناسیون پیلوي.

ویل کېږي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په خیبرپښتونخوا کې ۳ میلیونه او پنځه سوه شپېته زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

همداراز په بلوچستان کې اټکل کېږي چې یو میلیون او ۸ سوه ۸۴ زره ماشومان واکسین شي.