د معترضو مېرمنو ځينو ډلو د دوحې په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت وکړ

ارشیف: د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د استازیو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

دغو ډلو پرون په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.

ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روانې جون میاشتې په دېرشمه به د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو ویلي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.