د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د سکاټلنډ ملي لوبډې ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي د جمعې په ورځ د مې په ۳۱مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ مې بجې پیل شوې وه چې افغان لوري د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
په دې تمریناتي سیالۍ کې د افغان لوبډلې د توپوهنې پیل رحمن الله ګربز او ګلبدین نایب وکړ.
ګربز تر ۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او نایب بیا د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز عظمت الله عمرزی بل لوبغاړو چې ۴۸ منډې یې جوړې کړې او محمدنبي او راشدخان بیا په ترتیب سره ۱۶ او ۱۵ منډې وکړې.
د سکاټلنډ لپاره په توپ اچونه کې کرېس سول ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
د یادې لوبډلې توپوهونکي د ۲۰ اورونو په لوبولو بریالي شول، خو یوازې ۱۲۳ منډې یې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
مارک ویټ یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۴ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې کریم جنت او مجیب الرحمن ۲ـ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
ګلبدین نایب د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.
دا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ تمریناتي سیالي وه چې لومړۍ یې د عمان پر وړاندې د ورښت له امله بې پایلې تمامه شوې وه.
افعانستان به خپله لومړۍ رسمي سیالي د یوګاندا د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۴مه نېټه د کربین د ګایانا په ټاپو کې ولوبوي.