د ناټو عمومي منشي: ډاډه یم چې اوکراین له خارکییف دفاع کولای شي

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي، اوس چې د ناټو غړو اوکراین ته په روسیه کې دننه د دوی له‌خوا د ورکړل شویو وسلو په ذریعه پر عملیاتو ممنوعیت لیرې کړ، دی نور هم ډاډه شوی دی چې اوکراین د ختیځ ښار خارکییف دفاع کولای شي.

یینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیررسمي غونډه کې د ګډون پر مهال د چک په پلازمېنه پراګ کې ازادۍ راډیو ته وویل، د اوکراین د متحدانو په پالیسې کې دا بدلون چې متحدوایالتونو پرون رسماً اعلان کړ او ورپسې جرمني هم د هغه ملاتړ وکړ مشروع اقدام دی ځکه د ده په وینا اوکراین په تېره په خارکییف کې د خپل ځان دفاع کوي.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د پراګ په غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د روسیې په خاوره کې دننه د امریکا په وسلو د حملو اجازه ورکړې ده.

د جرمني د حکومت ویاند هم پرون په یوه بیان کې وویل، برلین منلې چې کییف د هغو وسلو په ذریعه چې برلین یې ورکوي، د روسیې په قلمرو کې دننه د بریدونو د شنډولو لپاره حملې کولای شي.

خارکییف د روسیې د سرحد په ۳۵ کیلومتره واټن کې پروت ښار دی چې له نژدې درېیو اوونیو راهیسې د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي عملیاتو د نوې څپې له پیل وروسته په پرله‌پسې ډول د روسی ځواکونو تر حملو لاندې دی.