د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په دوهمه او وروستۍ تمریني لوبه کې د سکاټلنډ له لوبډلې سره مخامخېږي.
له عمان سره د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ په ټرینیډاډ او ټوباګو کې د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.
دا لوبې د کرکټ نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره د تمریني مسابقو لړۍ ده.
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام نهم پړاو د یکشنبې په ورځ (د جون په دوهمه نېټه) د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه توب پیلیږي.
افغانستان به په دې جام کې خپله لومړۍ سیالي د جون په څلورمه له یوګانډا سره وکړي.