د متحده عربي اماراتو او امریکايي چارواکو د دوحې په راتلونکې غونډه خبرې کړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیر محمد ابوشهاب وایي چې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې په دوحه کې د راروانې میاشتې د غونډې په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ګډو اندېښنو او د دې مسئلې چې هغوی زده‌کړو ته لاسرسی ولري، د یقیني کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په خپله اغلې امیري چې اکثره وختونه په خپله ایکس پاڼه کې د خپلو لیدنو کتنو خبرونه خپروي، تراوسه د دغې کتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وړمه ورځ وویل چې د دوحې په غونډه کې د دوی لومړیتوب به پر بشري حقونو او د ښځو پر حقونو راڅرخي.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې د جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي او دوه ورځې به دوام وکړي، طالبانو ته هم په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تراوسه یې په دې اړه چې ایا دوی په‌کې ګډون کوي که یې نه کوي، رسماً پرېکړه نه‌ده کړې.