د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پلان شویو پېښو ته اندېښمن یوو

د پاکستان په کوټه کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۳۰مه

د پاکستان پوځ وایي، د ترهګرۍ هغو پېښو ته جدي اندېښنه لري چې په وینا یې د افغانستان په خاوره کې پلان کېږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره نن پنجشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغې غونډه کې چې پرون چهارشنبې په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ جوړه شوې وه، وویل شول چې د پاکستان وسله‌وال مخالفين په هېواد کې د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه د طالبانوحکومت تراوسه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په کراتو کراتو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.