د رفح اوسېدونکو په سیمه کې د سختو بریدونو خبر ورکړ

په رفح کې د روانې جګړې یوه څنډه

وروسته له هغې چې د اسراییل پوځ له مصر سره پر پوله د غزې د یوه ستراتیژیک کوریډور د نیولو خبر ورکړ، د غزې تړانګې د جنوبي ښار رفح اوسېدونکو نن وویل چې تېره شپه په سیمه کې د سختو بریدونو شاهدان وو.

د فرانس‌پرېس خبري آژآنس د راپور له مخې د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل چې اسراییل هغه تنګه سرحدي سیمه تر کنټرول لاندې راوستې چې شاوخوا شل تونلونه په‌کې موندل شوي دي.

په غزه کې عیني شاهدانو د رفح په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د نښتو راپورونه ورکړي دي.

دوی ویلي چې اسراییلي ځواکونو د ښار په ختیځه برخه کې چې اسراییلي ځواکونو د مې په اوومه پرې یرغل پیل کړی و، یو شمېر ودانۍ ویجاړې کړې دي.

په دغو نښتو کې د مرګ‌ژوبلو په اړه تراوسه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې د اسراییلو له‌خوا د فیلادیلفي په نوم د دغه کوریډور نیول ښایي د اسراییل او مصر اړیکې هم پیچلې کړي، ځکه مصر له مخکې نیوکه کړې چې اسراییل یې د پولې پر لوري پرمختګ کړی دی.