روسي چارواکي: هیله ده چې طالبان خپلې کړې ژمنې پرځای کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو تمه کوي چې طالبان د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون ټولې هغه ژمنې پرځای کړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال اندرې رودینکو نن پنجشنبې په مسکو کې په یوه غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د دوی له‌خوا د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو شرط په خپل حال پاتې دی، وویل: "موږ دا مسئله له هېڅ شي سره نه تړو، خو هیله‌من یو چې د طالبانو حکومت خپلې کړې ژمنې پرځای کړي."

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپور له مخې رودینکو د روسیې د ترویستي سازمانونو له نوملړه د طالبانو د لیرې کولو د وړاندیز په اړه وویل چې د افغانستان په اړه د روسیې په ټوله پالیسي کې بدلون نه‌دی راغلی، خو د دې کار هدف دا دی چې د طالبانو لپاره د دې ښه زمینه برابره شي چې له نړیوالې ټولنې سره ښکېلتیا زیاته کړي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي، خو د روسیې د ولسمشر په ګډون د دې هېواد جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د تروریستي سازمانونو له نوملړه د طالبانو پر لیرې کولو غور کوي.