اوکرایني ځواکونو د روسیې څو بې پیلوټه الوتکې او میزاییل له منځه وړي

ارشیف

د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونه وایي چې نن یې د روسیې څو ډرون الوتکې او میزاییل له منځه یووړل چې د اوکراین په څو سیمو کې یې پوځي او ملکي تاسیسات د بریدونو لپاره په نښه کړي وو.

دغو ځواکونو نن پر ټیلګرام په یوه بیان کې ویلي چې ۳۲ ډرونونه او ۱۹ توغندي یې د خمیلنڅکي، دنیپرو پتروسک، چیرکاسي، کیروهراد، زاپوریژیا، ادیسه، خیرسون، کییف او وینیڅیا د سیمو د پاسه راغورځولي دي.

په عین حال کې د خارکییف ښاروال ایهور تیریکوف وویل چې تېره شپه د دې ښار په شمال ختیځ کې چې د روسیې له پولې یوازې ۳۵ کیلومتره واټن لري، د روسیې په توپچي بریدونو کې د ګازو د نللیکې په شمول مهم تاسیسات زیانمن شوي دي.

د روسیې په دغو بریدونو کې د احتمالي ځاني تلفاتو په اړه څه نه‌دي ويل شوي، خو اوکرایني چارواکو پرون د روسیې په بریدونو کې د لږترلږه پنځو ملکي وګړو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبرورکړی و.