بلوچستان کې د پاکستاني اتباعو پر موټر د ایراني ځواکونو ډزې؛ ۴ کسان وژل شوي

ایراني پوله ساتي ځواکونه

د ایران سرحدي ځواکونو په بلوچستان کې پر هغه موټر ډزې کړي چې پاکستاني اتباع په کې سپاره وو.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس نن پنجشنبه د پاکستاني چارواکو په حواله دغه راپور ورکړی او ویلې یې دي چې د ډزو په پرونۍ پېښه کې ۴ پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په بلوچستان کې یوه حکومتي مسوول صاحبزاده اسفند ویلي، دوی ته دا معلومات نه‌شته چې ایراني پوله‌ساتو ولې پر پاکستاني اتباعو ډزې کړي.

د ایران دولتي سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې د ایران او پاکستان پوله ساتو ځواکونو سرحدي سیمه کې د قاچاق کوونکو او سخت دریځو ډلو د نیولو خبرونه ورکړي دي.

ایران تېره جنوري میاشته کې پرپاکستان هوایي برید هم کړی و چې پاکستان یې غچ واخیست او دواړو لورو د یوه او بل په خاوره کې د سخت دریځو ډلو د مرکزونو د په نښه کولو ادعا وکړه.