د اروپایي ټولنې او د قطر چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر د بهرنیو چارو وزارت له استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دوحه کې شوې دغې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان پر تحولاتو او هغه هېواد کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف په نړیوالو ګډو هڅو خبرې وکړې.

دغه لیده کاته داسې مهال شوي چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته قطر د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وي.

دغې غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون دغې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، خو ویلې یې دي، په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې ټول جزییات شریک کړي.

طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې چې تېره فبروري میاشته کې جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ.