د اسراییل پوځ له مصر سره پر پوله د غزې د یوه ستراتیژیک کوریډور کنټرول ترلاسه کړی

له مصر سره پر پوله د غزې یو کوریډرو

د اسراییل پوځ وایي، له مصر سره پر پوله یې د غزې د یوه ستراتیژیک کوریډور کنټرول ترلاسه کړی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، اسراییل غواړي په دې کار سره حماس سخت دریځې ډلې ته چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، قاچاقي تونلونه له منځه یوسي.

خبر کې راغلي چې د فیلادیلفي په نوم د دغه کوریډور نیول به ممکن د اسراییل او مصر اړیکې هم پیچلې کړي، ځکه مصر له پخوا شکایت کړی چې اسراییل یې د پولې خو اته پرمختګ کړی دی.

د اسراییلو یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، دوی مصر ته د دغه کوریډور د نیول خبر ورکړی.

دغه چارواکي زیاته کړې، د عملیاتو په ترڅ کې یې شاوخوا شل تونلونه چې یو شمېر یې دوی ته معلوم نه و، موندلي او دغو تونلونو ته د لاسرسي ۸۲ لارې یې هم پیدا کړي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د مصر د دولتي خبري اژانس القاهره په حواله ویلي، اسراییل د تونلونو ادعا د دې لپاره کوي چې د رفح عملیات توجیه کړي.