امریکا د ډیموکراسۍ پر لوري د مولداویا پرمختګونه وستایل

د عکس ښي لور ته د مولداویا ولسمشره مایا ساندو او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د روغبړ پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مولداویا له پلازمینې کیشینوف څخه د کتنې په ترڅ کې د ډیموکراسۍ پر لوري د دې هېواد د پرمختګونو ستاینه وکړه.

انټوني بلېنکن د مولداویا له ولسمشرې مایا ساندو سره له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې له دې هېواد سره د انرژۍ د تامین او د روسیې له غلطو تبلیغاتو سره د مقابلې په برخو کې د ۱۳۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له مخې نوموړي همدارنګه په اروپایي ټولنه کې د مولداویا د شاملېدو او د هغو ګواښونو پر وړاندې له دې هېواد څخه د واشنګټن په ملاتړ ټینګار وکړ چې د روسیې له‌خوا په اوکراین کې له جګړې وروسته دا هېواد ورسره مخامخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه وروستي پرمختګونه وستایل چې کیشینوف د فساد پر وړاندې د مبارزې او له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو په ګډون په ځینو برخو کې کړي دي.

بلېنکن له مولداویا څخه داسې مهال کتنه ترسره کوي چې د روسیې له‌خوا دې هېواد او ګرجستان ته ګواښونو یوځل بیا اندېښنې زیاتې کړي دي.