په افغانستان کې د څه باندې لسو زرو ښوونځیو زده‌کوونکو ته مقوي خواړه برابرېږي

ارشیف: په افغانستان کې پر خوراکي توکو بار د خوړو نړیوال سازمان موټریز کاروان

د خوړو نړیوال پروګرام با "ډبلیو‌ایف‌پي" د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د دفتر له‌خوا د لس میلیونه ایرو د مرستې د هرکلي ترڅنګ ویلي چې په دې مرستې سره به دا پروګرام وکولای شي چې په افغانستان کې د څه باندې لسو زره ښوونځو ماشومو زده‌کونکو، نجونو او هلکانو ته په ښوونځیو کې مقوي خواړه برابر کړي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې هسیو وي‌لي په یوه غږیزپیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې د اروپایي ټولنې په دغې مرستې سره به دوی وکولای شي چې روان میلادي کال په افغانستان کې نژدې دوه میلیونه زده کونکو ته ښه یعنې مقوي خواړه برابر کړې.

هغې زیاته کړه، دغه پروګرام چې "ډبلیو‌ایف‌پي" له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پیل شوی، ښه اغېز لرلی.

د نوموړې په خبره ډېرو زده‌کونکو ښوونځیو ته مخه کړې او هم پر زده‌کړو د زده‌کونکو تمرکز ښه شوی دی.