ایف‌اې‌او: ۹ میلیونه افغانان به د غنمو د ویشل شویو تخمونو پر مټ ځان لپاره خواړه برابر کړي

ارشیف: په سرپل کې بزګران د غنمو د رېبلو پر مهال

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا "ایف‌اې‌او" وایي، روان ۲۰۲۴م کال په افغانستان کې لږترلږه ۹ میلیونو کسانو د غنمو د هغو تخمونو پر مټ د ځان لپاره خواړه برابر کړي چې دې ادارې ویشلې دي.

خو د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې ۲۷ سلنه خلک بیا هم د خوراکي توکو له بحران یا بېړني حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د خوړو په برخه کې افغانستان مرستې ته اړتیا لري، خو کرنه کولای شي چې د خوړو له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته وده ورکړي که یوه ښه ستراتیژي چې له سیمه‌ییز اقلیم سره سمون ولري، مخ ته ونیول شي.

دې ادارې ویلي چې د غنمو تخمونو یې له دې کارسره مرسته کړې ده.