ترکیې افغان سیاسي پاسپورټ لرونکو ته د ویزې معافیت لغوه کړ

د افغانستان او ترکیې بیرغونه

ترکي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد حکومت د افغانستان د سیاسي پاسپورت لرونکو کسانو ته د ویزې د معافیت هوکړه ځنډولې ده.

دغو رسنیو نن چهارشنبه ( د مې ۲۹مه) د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه لاسلیک شوي فرمان په حواله ویلي چې دغه حکم به د جون له لومړۍ نېټې راهیسې عملي بڼه غوره کوي.

د ترکیې پارلمان په ۲۰۰۸ کال کې د افغان ډیپلوماتیکو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې معافیت تصویب کړ.

معلومه نه ده چې د ترکیې ډيپلوماتان به هم افغانستان ته له دې وروسته د تګ لپاره ویزې ته اړتیا ولري او که نه؟ خو هغه افغانان چې سیاسي پاسپورټونه لري ترکیې ته د تګ لپاره به ویزې ته اړتیا ولري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یا نورو چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او لامل یې هم معلوم نه دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان سیاسي یا ډيپلوماتیک پاسپورتونه د پخواني حکومت پر مهال ډيپلوماتانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو ته ورکول کېدل.