د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوی له حکومت سره د اړیکو د ټینګښت په هدف د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او نورو چارواکو د څرګندونو هرکلی کړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د روسیې فدراسیون ته څرګندوي چې " د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ " د مثبتو اړیکو د لا پراختیا په هدف " جدي سیاسي عزم" لري.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۲۶ مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترهګرو او ممنوعه ډلو له لسته د طالبانو د ایستلو هیله څرګنده کړه.
لاوروف طالبان په افغانستان کې "اصلي ځواک " بللی او ویلي یې دي چې دا ممکنه ده مسکو طالبان د هغو ډلو له لیست څخه وباسي چې بندیزونه یې پرې لګولي دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د مې په ۲۷ مه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قولي لیکلي وو چې د "ترهګرو " له نوملړه د طالبانو د حکومت ایستلو پرته د رسمیت پېژندلو په اړه به له وړاندې اقدام وي.
د یادونې ده چې پرون سه شنبه د مې په ۲۸ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د یوې قانوني مرجع په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او د "ترهګرو ډلو " له لیسته د هغوی د ایستلو په اړه ویلي چې مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.