جرمني کې د ناقانونه نشه یي توکو د کارونې تلفات په بېساري ډول زیات شوي

د جرمني بیرغ

په جرمني کې د ناقانونه نشه یي توکو د کارونې له کبله د مړینې شمېر په تېر ۲۰۲۳ کال کې بې سارې کچې ته لوړ شوی دی.

د جرمني خبري اژانس ویلي، تېر کال ۲ زره او ۲۲۷ کسان د دغو توکو له کبله مړه شوي چې دغه شمېر د وړم کال پرتله ۲۳۷ زیاتوالی ښيي.

دغه ناقانونه نشه یي توکي چې جرمني کې د خلکو د مړینې لامل شوي کوکاین، کریک کوکاین، هیروین او مخلوط نشه یي توکي بلل شوي دي.

د اعتیاد او نشه یي توکو په برخه کې د جرمني کمشنر بورخارد بلېنرت دغه شمېرې خطرناکې بللي او ویلې یې دي، تېرو لسو کلونو ته په کتو دوه برابره زیاتې شوې دي.