د طالبانو حکومت د دوحې راتلونکې غونډې ته محتاطانه هیله څرګنده کړې

له ارشیفه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تصویر

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د دوحې راتلونکې غونډه کې ګډون ته محتاطانه هیله څرګنده کړې ده.

دغه خبره د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له یوه بحث وروسته نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپره کړې.

وړاندې راغلي، د دوحې د لومړۍ او دویمې غونډې پرتله دا ځل د غونډې د جوړونکو تعامل کې مثبت بدلون راغلی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې د دوی استازي د دوحې د راتلونکې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي، خو په وینا یې لا هم په تمه دي چې ملګري ملتونه ورسره د غونډې د څرنګوالي وروستي جزیات شریک کړي.

د افغانستان په اړه د دوحې دوه مخکینۍ غونډې د ۲۰۲۳ کال په مې او د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې جوړې شوې وې.

ټاکل شوې درېیمه غونډه کې د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ نېټې په دوحه کې جوړه شي.