په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، په دغه هېواد کې د ماین پاکۍ د کارکوونکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.
فرانس پریس خبري اژانس نن چهارشنبه د یوناما د ماین پاکولو څانګې د مشر نایک پوند ( Nick Pond) په حواله ویلي، ۲۰۱۱ کال کې پنځلس نیم زره ماین پاکانو افغانستان کې فعالیت کاوه، خو اوس یې شمېر درې زرو ته کم شوی دی.
د ماین پاکانو د شمېر د کمېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو یوناما ویلي چې افغانستان کې د ماینونو خطر لا هم پر خپل ځای دی او هره ورځ یو کس په کې وژل کيږي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د سږ کال تر اپریل میاشتې پورې نژدې ۹۰۰ افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل یا ټپیان شوي دي چې دوه اتیا په سلو کې یې ماشومان دي.
خبر کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې خلک هغو سیمو ته سفرونه کوي چې پخوا ورته د جګړې له کبله نه شوای تلی، خو زیاته شوې چې خښ شوي ماینونه د خلکو دغه ازادي ګواښي.