د اروپا د ۵ متحدو هېوادونو مشرانو د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي - ارشیف

د اروپا د پنځو متحدو هېوادونو مشرانو پرون (د مې ۲۸مه) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په خپله غونډه کې له اوکراین څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د دې غونډې د بحثونو تمرکز د چک جمهوریت پر هغه پلان و چې هدف یې له اروپايي ټولنې بهر له ځینو هېوادونو څخه اوکراین ته د توپونو د اته لکه مرمیو برابرول دي.

د دې پلان له مخې د چک د چارواکو او خصوصي کمپنیو د هڅو په نتیجه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د اوکراین لپاره مهمات راټولېږي.

د اروپايي ټولنې او ناټو ۱۵ غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ۱،۶ میلیارد ډالر په لګښت دا پروژه تمویل کړي.

د چک جمهوریت صدراعظم پیتر فیالا چې د پولنډ د ولسمشر اندرې دودا، د هالنډ د صدراعظم مارک روټ، د ډنمارک د صدراعظمې میټي فریدریکسن او د لاتویا د صداعظمې ایويکا سیلینا کوربه و، وویل، تمه ده چې اوکراین به په راتلونکو څو ورځو کې د لسګونه زره ۱۵۵ میلي متري توپونو د مهماتو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.