نورستان کې د دوو قومونو جګړه کې لږ ترلږه ۲ تنه وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځنګل او څړ ځاي پر سر د سه شنبې ماسپښين جنګ پیل شوی چې دواړو خواته پکې مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.

له سیمې په رارسیدلو راپورونو کې ویل کیږي چې جګړه روانه ده او دواړه خواوې پر یوبل د درنو وسلو ډزې کوې.

جګړه کیګل او ارنس قومونو ترمنځ پیل شوې. د شپې ناوخته پورې پکې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي دي.

تر دې دمه امنیتي مسولینو د یادې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو خلک وایي،د یادې ولسوالۍ پولیس د جګړې ساحې ته رسیدلې،مګر په جګړه کې د ښکېلو وسله والو شمېر زیات دی او ورغلي پولیس یې د کنټرول توان نه لري.