د افغانستان د معدني تېږو لومړنی رېل ګاډی ټرین د ایران له لارې ترکیې ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان لومړنی ترانزیټي رېلګاډی/ټرېن له ۴۰ ورځو وروسته ترکیې ته رسېدلی.

د ایران دولتي اژانس ایسنا پرون خبر ورکړی چې د افغان سوداګریزو توکو بار ټرېن د ایران د روزنک په لارې تللی وو. دا ترانزیټ رېل شاوخوا یوه میاشت مخکې ایران ته رسېدلی وو خو هلته څو ځایه د نامعلومو دلایلو په سبب ځنډول شوی وو.

د افغانستان شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه معدني ډبرې په دغه رېل کې بار وې چې د سه شنبې په ورځ د ترکیې سرحدي ښار وان ته رسېدلی.

د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ او سوداګرۍ وزارت وايي چې د هرات -خواف اوسپنې پټلۍ لار ترکیې ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره کاروي.

څو ورځې د مخه د دې پټلۍ د څلورم فاز کار هرات دننه پیل شو.