هسپانیا او ناروې فلسطین په رسمیت وپېژنده، ایرلنډ به هم نن دا کار وکړي

هسپانیا تېره اوونۍ د فلسطین د په رسمیت پېژندلو اعلان کړی و

هسپانیا او ناروې نن فلسطیني دولت په رسمیت وپېژنده او تمه ده چې ایرلنډ به هم ورته اقدام وکړي.

د اروپا دا درې هېوادونه باور لري چې د دوی نوښت به یو لوی سیمبولیک اثر ولري او ښايي نور هېوادونه وهڅوي چې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

په دې ترڅ کې دوی د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ناروې او هسپانیا د تاریخي ونډې یادونه کوي.

دا پرېکړه ښايي په غزه کې پر روانه جګړه اغېز ونه کړي خو تمه ده چې پر تل ابیب به نړیوال فشار زیات کړي څو په غزه کې د حماس ډلې پرضد په ځوابي عملیاتو کې نرموالی راولي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.