د اوکراین او بلجیم چارواکو ۱۰ کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ

د تړون له لاسلیک وروسته

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د بلجیم صدراعظم الکساندر دې کرو نن د خپلو هېوادونو ترمنځ لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

زیلینسکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې موافقې له مخې بلجیم اوکراین ته په سږني کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته برابروي.

هغه همداراز یادونه کړې چې بلجیم به تر ۲۰۲۸ کاله اوکراین ته ۳۰ اف شپاړس F-16 ډوله جنګي جټ الوتکې ورکړي.

د زیلینسکي په وینا د دې الوتکو لومړۍ جوپه به په سږني کال کې اوکراین ته وسپارل شي.

ښاغلي زیلینسکي پرون په مادرید کې د اسپانیا له صدراعظم پیدرو سانچز سره هم ورته تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې، هسپانیا له اوکراین سره څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته کوي.