ملا هبت الله د عامې روغتیا نوی وزیر ا یو شمېر نور چارواکي ټاکلي

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله ته منسوب تصویر

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله آخوندزاده د یولړ نویو تعییناتو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت لپاره نوی سرپرست ټاکلی او د ځینو ولایتونو لپاره یې نوي والیان او مرستیالان ګومارلي دي.

په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی راغلي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري معین مولوي نورجلال د قلندر عباد پرځای د روغتیا سرپرست وزیر په توګه ګومارلی شوی.

همداراز د سمنګان پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي پرځای او د فاریاب پخوانی والي محمدشعیب رسالت د سمنګان د والي پر دنده ګومارل شوي دي.

طالبانو په تېرو نژدې دریو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي ډېرشمېر والیان بدل کړي خو ډېری وزیران یې له لومړۍ سرپرستې کابینې پر خپلو دندو پاتې دي.