پاکستان کې سخته ګرمي؛ سند کې تودوخه ۵۲ درجې ته رسېدلې

ارشیف

د پاکستان په جنوبي ایالت سند کې د ګرمۍ څپه راغلې او هلته د حرارت درجه تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۲ سانتي ګرادو څخه لوړه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د اقلیمي بدلون له کبله دغه ګرمي د ریکارډ کچې ته نژدې ده.

پخوا تر دې د سند په موهنجو دارو ښار کې د اوړي پر مهال چې لا هم شاوخوا میاشت وخت ورته پاتې دی، د حرارت درجه تر ۵۴ سانتي ګرادو پورته شوې ده.

د ګرمې هوا له کبله دغلته بازارونه ساړه شوي او خلک رستورانونو او نورو عامه ځایونو په په اسانه نه ځي.