د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) د یوه محرم راپور له مخې، ایران د خپلو غني شویو یورانیمو زېرمه تسلیحاتي درجې ته نږدې کړې ده.
د دغه راپور له مخې چې پرون دوشنبه (د مې ۲۷مه) خپور شو، د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمه چې ۶۰ سلنه خالصیت لري اوس ۱۴۲.۱ کیلوګرامه دي.
دا اندازه د فبرورۍ په میاشت کې د څارونکو د وروستي راپور په پرتله څه باندې شل کیلوګرامه ډېره شوې.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دا هم ویلي چې د می په ۱۹مه د یوې هلیکوپټرې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر وژل کېدو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې او تهران ترمنځ د همکارۍ د ښه کولو په اړه خبرې وځنډولې.