طالبانو غور کې یوه ښځه او ۷ نارینه په دُرو ووهل

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

د طالبانو سترې محکمې ویلي په غور کې اته کسان چې یوه ښځه هم پکې شامله ده په دُرو وهل شوي او له ډلې یې ځینې په بند هم محکوم شوي.

دې محکمې پرون دوشنبه خبر ورکړ چې دا کسان د دوی په ټکو په زنا، لواطت او له کوره د تېښتې په جرمونو تورن وو چې د غور په مرکز فېروزه کوه ورزشي سټډیوم کې سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې نه دي ویلي چې د تورونو د اثبات لپاره یې څه کړي او ایا تورنو کسانو د ځان د دفاع لپاره وخت او امکانات درلودل که څنګه؟

طالبان تورن دي چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې لسګونو کسانو ته په بیلابیلو تورونو چې له ځینو یې په زور اقرار اخیستل شوی او مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته په عام محضر کې سزاوې ورکړي.