طالبانو د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل بریدونه وغندل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ - ارشیف

په رفح کې په ملکیانو د اسراییلو د مرګوني برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام د طالبانو حکومت هم ویلي چې په ملکیانو د اسراییلو بریدونه په کلکه غندي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسراییلو رژيم د جګړې قوانینو ته ژمنتیا نه لري او ملګرو ملتونو او موثرو هېوادونو ته په کار ده چې مخه یې ونیسي.

په رفح باندې د اسراییلو د یکشنبې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او د راپورونو له مخې سلګونه نور ټپيان دي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او عربي نړۍ دا بریدونه غندلي او له اسراییلو یې غوښتي چې په رفح کې عملیات ودروي.

د اسراییلو صدراعظم دا برید یوه غمجنه پېښه بللې او د څېړنو د پيل ژمنه یې کړې.