سیف دې چلډرن: له هرو ۱۰ افغان ماشومانو ۳ یې د ناورین د کچې لوږې سره مخ دي

بغلان کې یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان

د ماشومانو د ساتنې ادارې سیف دې چلډرن ویلي سږ کال په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو نژدې درې تنه یې د ناورین د کچې لوږې سره مخامخ دي.

دې ادارې دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي د دغو ماشومانو ټول شمېر شپږنیم میلیونو ته رسیږي.

سیف دې چلډرن ویلي ماشومان د سېلونو، اوږدمهاله وچکالیو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د راستنېدو له امله سخت اغېزمن شوي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د بېلګې په توګه وروستیو سېلونو ته اشاره کړې چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان یې وژلي او یوه زیاته برخه ماشومان هم پکې شامل دي.