خیبرپښتونخوا کې پوځي عملیات؛ چارواکي: ۷ سرتېري او ۲۳ وسله‌وال وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې د پوځي عملیاتو یو انځور

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د خیبرپښتونخوا په څو سیمو کې یې پوځي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۷ سرتېري او ۲۳ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل لومړۍ نښته نن نیمه شپه د پېښور په لمنو کې وشوه چې په ترڅ کې یې ۶ وسله‌وال او د پوځ ۲ سرتېري ووژل شول.

د بیان له مخې دوهمه جګړه نن په ټانک سیمه کې د پوځ د عملیاتو پرمهال وشوه چې په نتیجه کې یې ۱۰ وسله‌وال ووژل شول او په خیبر دره کې په یوه بله نښته کې ۷ تنه وسله‌وال او ۵ سرتېري ووژل شول.

د پوځ په بیان کې د دې نښتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو په دې سیمه کې د پوځ په پخوانیو عملیاتو کې ترډېره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا "ټي‌ټي‌پي" TTP وسله‌وال په نښه شوي دي.