جاپان د شمالي کوریا له‌خوا د یوه بالستیک توغندي پر ویشتلو شک وښود

د شمالي کوریا له خوا د یوه توغول شوي توغندي انځور

جاپان وايي، شک لري چې شمالي کوریا ښايي نن یو بالستیک توغندی ویشتلی وي، خو د جاپان حکومت وايي، تمه ده چې دا توغندی به د دې هېواد قلمرو ته ونه رسېږي.

له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د جاپان د صدراعظم دفتر پر ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې د جنوبي سیمو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا له احتمالي توغندويي حملې څخه د خوندیتوب لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.

رویټرز خبري آژانس د جنوبي کوریا د پوځ له قوله راپور ورکړ چې شمالي کوریا له خپلو لوېدیځو سواحلو، د جنوب پر لور یو توغندی ویشتلی دی.