د روسیې د بهرنیو چارو وزیر طالبان د افغانستان "واقعي ځواک" بللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف طالبان د افغانستان "واقعي ځواک" بللی دی.

رویټرز د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکلي، لاوروف نن دوشنبه دا هم ویلي چې مسکو ممکن طالبان د هغو سازمانونو له نوملړه لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د تاس په وینا، د روسیې وزیرانو ولسمشر ولادمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له نوملړه وباسي.

طالبان له ۲۰۰۳م میلادي کال راهیسې د روسیې له‌خوا د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې دي.

د راپور له مخې مسکو طالبانو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سن پیترسبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته روسیې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو جوړېدو هڅې کړې دي.