اروپایي ټولنه په رفح کې د سرحدي مرستې ماموریت د بېرته فعالولو هڅه کوي

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

اروپایي ټولنه هڅه کوي چې د غزې په رفح ښار کې د سرحدي مرستې ماموریت بېرته فعال کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر میاشتنۍ غونډې مخکې نن په بروکسل کې خبریالانو ته دا خبره کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د مصر او رفح تر منځ پوله کې د اروپایي ټولنې د سرحدي مرستو ماموریت له ۲۰۰۷م کال راهیسې په ټپه ولاړ دی.

په رفح کې د اروپایي ټولنې د سرحدي مرستې ماموریت ۲۰۰۵م کال کې په کار پیل وکړ، خو کله چې ۲۰۰۷م کال کې حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، غزه ونیوله، دغه ماموریت وځنډېد.