طالبانو د پاسپورټ ریاست د مشر عبدالکریم حسیب د توقیفېدو راپورونه رد کړي

په کابل کې د پاسپورټ ریاست یوه څنډه

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست د مشر عبدالکریم حسیب د توقیفېدو راپورونه رد کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان ګڼو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې حسیب کندهار کې زنداني شوی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د پاسپورټ ریاست مشر او د کورنیو او دفاع وزارتونو یو شمېر نور چارواکي کندهار ته غوښتل شوي چې د ننګرهار باریکاب کې د ځمکې پر سر د وروستیو لاریونونو په تړاو وضاحت ورکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پاسپورټ ریاست کې هیڅ کومه خبره نه‌شته او د پاسپورټ د وېش چارې عادي روانې دي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د افغانستان د پاسپورټونو وېش په یوې جنجالي او اوږدې پروسې بدل شوی او وخت نا وخت یې افغانان د پیچلي بهیر او په کې د شته ستونزو په تړاو شکایتونه کوي.