د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په تېرا کې پنځه امنیتي سرتېري د وسلهوالو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي.
ځایي امنیتي چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې برید نن سهار په ادم خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر برید وروسته د ځوابي ډزو په تبادله کې هم شپږ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د پېښې د څرنګوالي په اړه خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.