د اوکراین ولسمشر اسپانیا ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن دوشنبه اسپانیا ته لاړ شي، چې هلته به یې د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز هرکلی وکړي.

د اسپانیا حکومت د دغه رسمي سفر خبر پرون ورکړی دی.

د اسپانیا د صدراعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، صدراعظم سانچز به غرمه مهال د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي هرکلی وکړي وروسته به دواړه په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړي.

د امریکا سي این این" تلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې ولودمیر زیلینسکي به سبا سې شنبه پرتګال ته هم سفر وکړي او دا سفر داسې وخت کېږي چې زیلینسکي په وار وار له خپلو غربي متحدانو د نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.