رفح ته نږدې د بېځایه شویو پر یوه مرکز د اسراییل هوايي حملې؛ لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي

په رفح کې د روانې جګړې انځور

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن سهار وختي ویلي چې د غزې جنوبي ښار رفح ته نږدې پرون یکشنبه د بېځایه شویو پر یوه مرکز د اسراییل په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او په لسګونو نور، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پوځ وايي، په دغو حملو کې یې د حماس ډلې وسله وال په نښه کړي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې د حماس مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا حمله رفح ښار ته نږدې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې پر یوه مرکز شوې او دا یې یوه وحشتناکه عامه وژنه بللې ده.

د اسراییل پوځ ویلي چې په رفح کې یې د حماس پر یوه مرکز هوايي حمله کړې ده او د حماس ډلې دوه مخکښ غړي یې وژلي دي.

د اسراییل پوځ وايي په هغو راپورونو خبر دی چې په سیمه کې ملکیان هم زیانمن شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې دا نښتې پر رفح ښار متمرکزې دي چې د اسرائیل پوځ په کې له پراخو نړیوالو مخالفتونو سره سره د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې خپل پوځي عملیات پیل کړل.